(د قرآن کریم د آیاتونو تجلی) په نوم د خطاطۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۰
..

هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خطاطانو ټولنې په همکارۍ د هنرمندانو د ملاتړ او د هنري آثارو لپاره د بازارموندنې په موخه (د قرآن کریم د آیتونو تجلی) په نوم د خطاطۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
د نندارتون جوړونکي وایي: په دغه نندارتون کې د قرآن کریم هغه آیتونه چې په بېلابېلو اسلامي لیکدودونو لیکل شوي، د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي، د دوی په وینا؛ په دې نندارتون کې په کلي توګه ۱۰۸ هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي، چې پکې اسلامي لیکدودونه لکه نستعلیق، شکسته نستعلیق او کوفي شامل دي.
د هرات د خطاطانو ټولنې رئیس وویل: د دغه نندارتون د جوړولو موخه د اسلامي خطاطۍ هنر معرفي کول، د هنرمندانو ملاتړ او د هنري آثارو لپاره د بازارموندنې زمینه برابرول دي.
دغه راز د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې د هنري پروګرامونو او نندارتونونو په جوړولو سره له هنرمندانو څخه ملاتړ وکړي او د هغوی د آثارو د معرفي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
د یو شمېر ننداره کوونکو په وینا؛ د دې ډول نندارتونونو جوړول د ځوانانو د هنري ذوق د زیاتېدو او د اصیلو اسلامي هنرونو د ښه پېژندلو لپاره مهم دي او کولای شي، چې د هنرمندانو د آثارو د پلور لپاره هم زمینه برابره کړي.

۱۴۴۷/۹/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۰:۳۶
Background image

هلمند کې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه ستره ولسي غونډه جوړه شوه

دوشنبه( ۱۴۴۷ د شوال المکرم ۲۶مه) هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق کولو په موخه ستره ولسي غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د شوال المکرم ۲۶مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوانان فارغ شول 

د جوزجان اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز له شپږ میاشتني پروګرام څخه  ۴۰۰ تنه ځوانان فارغ شول، چې د فراغت غونډه کې یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ترڅنګ د جوزجان ولایت. . .

BACK TO NEWS