د لوګر عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۵:۸
..

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: د ډاکټر محمد سليم عالمي په نوم د لوګر يو تن علم دوسته اوسېدونکي ۴۲ ټوکه بېلابېل ډوله کتابونه د اطلاعاتو او کلتور رياست عامه کتابتون ته ډالۍ کړل.
د عامه کتابتون مدير عبدالاحد فيضي د ډاکټر عالمي له ډالۍ نه په مننې سره د کتاب لوستنې له ټولو مينه والو وغوښتل ترڅو له دوی سره د کتاب لوستنې دود په عامولو کې همکاري وکړي.
همدا راز ډاکټر محمد سليم عالمي د ځوانانو تر منځ د کتاب لوستنې دود عامولو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅې د ستاينې وړ وبللې او د عامه کتابتون مسؤلينو ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۰۳/۱۱/۷ ل
۱۴۴۶/۷/۲۵ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیا او نیمروز ولایتونو کې خبریالانو ته روزنیز سیمینارونه وړاندې شول

د پکتیا او نیمروز ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او د افغانستان ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې له لوري د خبریالانو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینارونه وړاندې شول.
مسؤلینو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین کونړ ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال کونړ ولایت د سفر په لړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ملي راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۲۶
Background image

خبریالان او رسنۍ د عامه ذهنیت او عامه افکارو په جوړولو کې رغنده رول لري

دغه څرګندونې د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره په میاشتنۍ غونډه کې وکړې.
مسؤلینو په ټولنه کې د. . .

BACK TO NEWS