د کندهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کي د اخلاق حسنه تر عنوان لاندي علمي سمینار تر سره شو

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۸:۷
وو

دغه سمينار چي د ځوانانو چارو آمریت له لوري دائر شوی و، د حافظ مولوي بخت محمد زعفراني له لوري لسګونو  ځوانانو ته د نیکو اخلاقو د پیژندنې ترڅنګ، د نیکو او حسنه اخلاقو پر دنیوي او اخروي ګټو هر اړخیزه معلومات وړاندې شول.
ښاغلي زعفراني وویل، مسلمانانو  ته ګټه رسول، خلکو ته  ضرر نه رسول، زغم درلودل، په ورین تندي باندې د خلکو سره مخامخ کېدل د ښو اخلاقو څخه شمېرل کيږي. 
 هغه د نيکو اخلاقو د ګټو په اړه وويل: چي په حسنه اخلاقو سره د نبي کریم (ص) آوامر پر ځای کیږي، د جنت لار ده، د انسان په زړه کي قوت پیدا کیږي، د انسانانو تر منځ شخړې او جنجالونه حل کیږي، په ښو اخلاقو سره د زړه سکون راځي او د انسانانو په زړونو کي محبت پیدا کیږي.
وروسته ښاغلي زعفراني د ځوانانو څخه وغوښتل، چې وخت بې ځایه تېر نه کړي، خپل استعداد په کار واچوي او خپل اخلاق او ژوند د نبي کریم (ص) د ژوند سره برابر کړي.
د یادونې وړ ده، چي د اطلاعاتو او کلتور ریاست  له لوري د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېلي غونډې او علمي سمينارونه وخت پر وخت جوړیږي.

۱۴۴۶/۳/۲۹ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۱ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۸:۴۸
Background image

د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون نوبتي ناسته وشوه

چهارشنبه (د جمادی الاولی ۲۱مه، ۱۴۴۷ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزیر، ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني صاحب په مشرۍ د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون نوبتي ناسته د وزارت مقام کې ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

سرپل کې د فريلانسینګ د زده کړې مرکز پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له‌خوا، د اکټید دفتر په همکارۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون په ودانۍ کې د فريلانسینګ زده‌کړو مرکز پرانیستل شو.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

غزني کې د بیان ازادۍ د وضعیت په نوم یوه ورځنی سیمینار جوړ شو

په غزني ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د بیان ازادۍ د وضعیت په نوم یو ورځنی روزنیز سمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د دې سیمینار د جوړېدو موخه د. . .

BACK TO NEWS