له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه زرګونه ځوانان فارغ شول
په بغلان، لوګر، فاریاب او پنجشېر ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو اړوند ښوونیزو مرکزونو څخه زرګونه تنه ځوانان فارغ شول.
بغلان کې څه باندې درې زره تنه ځوانان، لوګر کې سلګونه تنه ځوانان، فاریاب کې شاوخوا ۱۷۰ تنه ځوانان او پنجشېر کې ۱۰۰ تنه ځوانان د انګلیسي او عربي ژبو او کمپیوټر بېلابېلو پروګرامونو، خطاطۍ، املا او انشاء له ښوونیزو ټولګیو څخه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
فارغ شویو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو څخه د وړیا ښوونیزو فرصتونو برابرولو له امله مننه وکړه او د دغو پروګرامونو د دوام، پراختیا او پیاوړتیا غوښتونکي شول، ترڅو په راتلونکې کې لا زیات ځوانان وشي کولای په دغو ښوونیزو مرکزونو کې په بېلابېلو برخو کې زده کړې وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو د ځوانانو علمي ظرفیت لوړولو او زده کړو ترلاسه کولو اهمیت باندې ټینګار وکړ او د ورته ښوونیزو پروګرامونو د دوام، پراختیا او پیاوړتیا ډاډ یې څرګند کړ.
