له کلتور ښوونیز مرکز څخه ۴۲۰ تنه ځوانان د بېلابېلو برنامو له زده کړو فارغ شول

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۹:۳۰
asad

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمریت تر چتر لاندې د (وای، اېچ، ډي، او) ادارې په مالي ملاتړ د کلتور له ښوونیز مرکز څخه په درېیمه دوره کې ۴۲۰ تنه ځوانان د انګلیسي، کمپیوټر، فریلانسنګ، ژوند مهارت، سواد زده کړې او نورو بېلابېلو برخو څخه فارغ شول. 
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر ټولو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ځوانانو ته د کاري فرصتونو د ډېرښت په موخه د دغه ډول برنامو د لا زیاتوالي ډاډ ورکړ او ويې ويل: هڅه کوو ورځ تر بلې ځوانانو لپاره دغه ډول زده کړه ییزې برنامې ډېرې کړو، چې له امله یې ګڼ شمېر ځوانان کاري فرصتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
ښاغلي زهير زیاته کړه؛ د دې فارغانو له ډلې ۸۳ تنه د (فریلانسنګ) له درې میاشتنۍ زده کړو فارغ دي، چې ۲۵ تنو یې عملاً له دې لارې پروژې اخیستي او سلګونه ډالره عواید ترې لري.
همداراز په پروګرام کې د ننګرهار د بدني روزنې رئیس عبدالسلام وزیروال، د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي او د ( وای، اېچ، ډي، او) ادارې مسؤل نوید عادل هم په خپلو خبرو کې ځوانانو ته مبارکي ورکړه.
یادو مشرانو په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان دښمنان هڅه کوي، چې دلته د فکري جګړې په نوم یوه بده جګړه پیل او زموږ د ځوانان ذهنونه خراب کړي، هڅه وکړئ، د چا په درواغو ونه غولېږئ او د هېواد په بیا ودانولو کې خپل نظام سره اوږه په اوږه ودرېږئ.
ورپسې څو تنو ځوانانو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او هيله يې وکړه، چې دغه ډول پروګرامونو ته دې لا پراختیا ورکړي او ولسوالیو ته دې هم وغځول شي.

۱۴۴۶/۳/۱۱ ھ ق
۱۴۰۳/۶/۲۴ ھ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۲:۴۵
Background image

کونړ کې د ټولنيزو شبکو له فعالانو سره ناسته وشوه

د کونړ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د ياد ولايت د ټولنیزو شبکو له فعالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي نجیب الله حنیف د ټولنيز شبکو له. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۲:۳۸
Background image

د چشت شریف ولسوالۍ له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وشوه

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى ټيم د هرات ختيځو ولسواليو ته د خپل سفر په دوام د چشت شريف ولسوالۍ له تاريخي ابداتو څخه ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۲:۲
Background image

پکتیا مرکز ګردېز کې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت لخوا په مرکز ګردېز کې د سیرت النبي (ص) سیالۍ اخیستل شوې ازموینې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
د اطلاعاتو او کلتور. . .

BACK TO NEWS