ملاخیرالله خیرخواه د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

moic_admin
سه شنبه, اکتوبر 04 2022 3:29 PM
Khairkhwa-EU-Metting-Moic

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ستر سیاسي سلاکار جیني ګرین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
دواړو لوریو په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو ترڅنګ پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې وکړې.
سرپرست وزیر یادو کسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي مصالحو په نظر کې نیولو سره د بیان او رسنیو ازادۍ ته پوره ژمنتیا لري.
خیرخواه همدارنګه د اروپايي ټولنې د ستر سیاسي سلاکار څخه له رسنیو، رسنیزو بنسټونو او افغان خبریالانو سره د اقتصادي مرستو غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر راغلو مېلمنو ته د (رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون) په اړه معلومات او ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به تر خپلې وسې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل په موخه هلې ځلې وکړي.
په ورته وخت کې توماس نیکولسن د رسنیو او د بیان ازادۍ ته د اسلامي امارت د ژمنتیا له کبله خوښي څرګنده کړه.
هېره دې نه وي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تر دې وړاندې د بهرنیو چارو او پوهنې وزارتونو له سرپرستانو سره هم کتلي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه, فبروري 05 2023 8:54 PM
Background image

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له یوشمېر ځوانانو سره وکتل

 

نن یکشنبه ۱۴۴۴/۷/۱۴ هـ ق د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي حبيب‌الله "الهام" به خپل کاري دفتر کط د زرنج ښار له یوشمېر ځوانانو سره وکتل، چې پر مهال یې د یاد رياست د ځوانانو. . .

یکشنبه, فبروري 05 2023 8:46 PM
Background image

د هلمند مارجې ولسوالۍ کې د ځوانانو د همږغۍ غونډه ترسره شوه

 

تېره ورځ د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ د غونډو په تالار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیریت په نوښت د یادي ولسوالۍ د ځوانانو د همږغۍ غونډه ترسره شوه، چې پر مهال یې د یادي. . .

یکشنبه, فبروري 05 2023 5:59 PM
Background image

د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له فعالو رضا کارو ځوانانو سره وکتل


 تېره ورځ د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، ملا حمیدالله نثار په خپل کاري دفتر کې له فعال رضاکار ځوانانو سره وکتل.
ښاغلي ملا حمیدالله نثار، ځوانان د هرې ټولنې د ملا تير وبلل او د دغه. . .

BACK TO NEWS