په بامیانو کې (د تاریخي او لرغونو سیمو اهمیت) په نامه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۴۶
..

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ایسا موسسې په همکارۍ (د تاریخي او لرغونو سیمو د اهمیت) په نامه د عامه پوهاوي یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې پکې د بامیانو والي، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، علماء کرامو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د اسلامي دود، بومي کلتور او د افغانستان د مسلمان ملت د تاریخي هویت د ساتنې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ټینګار وکړ، چې د افغانستان مجاهد ملت د کلکې اسلامي عقیدې او قوي ارادې له مخې، د اشغال په وخت کې خپلو اسلامي او فرهنګي ارزښتونو ته هم وفادار پاتې شوی دی او دا د دغه مسلمان ملت یو ستر ویاړ دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د بامیانو ولایت د تاریخي او لرغونو سیمو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: فرهنګي میراثونه زموږ د تاریخي، سیاسي، ټولنیزو او معنوي پیغامونو او ارزښتونو لیږدونکي دي، ښاغلي صالح ټینګار وکړ، چې د بامیانو د فرهنګي ارزښتونو، تاریخي او لرغونو آثارو ساتنه او پاملرنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی او خلک باید ورته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه د ایسا موسسې استازي حمید قاضي زاده څرګنده کړه؛ د ایساموسسه هڅې کوي، چې د بامیانو تاریخي میراثونو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي، ترڅو راتلونکو نسلونو ته انتقال شي.
د یادونې وړ ده، چې بامیان ولایت د یونیسکو نړیوال سازمان سره ثبت د اته تاریخي او لرغونو سیمو په لرلو سره، د هېواد تر ټولو لرغونو ولایتونو څخه ګڼل کیږي.
۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۲۰:۵
Background image

ماشین‌خانه کې د ناشرانو او کتاب‌پلورونکو دایمي نشراتي او فرهنګي بازار پرانیستل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآن کریم لیکلو او د بېهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري په ماشین‌خانه کې د ناشرانو او کتاب‌پلورونکو دایمي نشراتي او فرهنګي بازار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴۸
Background image

د خپلواکۍ پنځمه کلیزه په پوره جوش او ولولو سره د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه

په ټول هېواد کې د اسلامي امارت د مشرانو، دیني عالمانو، مجاهدینو، قومي مخورو او ولسونو له لوري د خپلواکۍ پنځمه کلیزه (د زمري ۲۴مه) د فتحې ورځ په پوره جوش او ولولو سره د شاندارو مراسمو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۸:۶
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معین صاحبانو او فرهنګي اتشه‌وو ترمنځ د زمري۲۴مې (فتحې ورځې) په مناسبت د همغږۍ آنلاین غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي اتشه‌وو ریاست په نوښت، د یاد وزارت د معین صاحبانو او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د فرهنګي اتشه‌وو ترمنځ د زمري۲۴مې (فتحې ورځې). . .

BACK TO NEWS