اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ځوانانو د یووالې او انسجام په موخه غونډه وشوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۳۲
asad

پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ځوانانو چارو آمریت په هڅو د دغه ولایت د فکري مبارزینو او مخلصو ځوانانو ترمنځ د یووالې او انسجام په موخه پراخه غونډه وشوه.

د پکتیا ولايت اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار دغې غونډې ته په وینا کې وويل: ځوانانو ته اوس مهال د فکري او فرهنګي مبارزې په برخه کې لوی مسؤلیت ور تر غاړې دی، ځوانان باید خپلو ملي، اسلامي ارزښتونو او نظام ته ژمن واوسي او د نظام ټینګښت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، نوموړي د ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل منځ کې سره متحد شي انسجام او یووالی غوره کړي.

 عبدالخالق خالقیار احمدزي د غونډې ګډونوالو ته وويل: په پکتیا کې د تېر په پرتله د رسنیو او ځوانانو فعالیتونه او یووالی ډېر ښه شوی، د ځوانانو څخه باید په ټولو برخو کې د نظام په ګټه کار واخیستل شي او اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو او رسنیو لپاره ډېر ښه پروګرامونه لري.

 ښاغلي احمدزي ځوانانو ته یو لړ لازمې سپارښتنې وکړې چې په فکري، تعلیمي او اسلامي برخو کې خپل فعالیتونه پیاوړي کړي او په دغو برخو کې لیکنې هم وکړي.


۱۴۴۶/۰۸/۱۵ ھ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۶ ھ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

صدها جلد کتاب به کتاب‌خانه عامه هلمند اهداء شد

ریاست عمومی کتاب‌خانه‌های عامه وزارت اطلاعات و فرهنگ ۶۴۲ جلد کتاب به کتاب‌خانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند اهداء کرد.
آمر گرځندوی و فرهنگ ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت بیان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۵:۱۶
Background image

د هلمند عامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه ورکړل شول

د اطلاعات او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند عامه کتابتون ته ۶۴۲ ټوکه بېلابېل کتابونه ورکړل شول.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل:. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۱
Background image

بدخشان کې سلګونه تنه ځوانان له وړیا ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوانان د درې میاشتني ښوونيز پروګرام له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د مسؤلينو په وينا؛ یاد. . .

BACK TO NEWS