بدخشان کې د امارتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په فیض آباد ښار کې د رسنیزو فعالیتونو لا ښه والي او اطلاعاتو ته په ښه توګه د لاس رسي په موخه د امارتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجنیر ذبیح الله امیري وویل: بدخشان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو د خبریالانو او اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې ستونزې او ننګونې حل شوي دي او د امارتي ادارو له ویاندویانو څخه مو غوښتنه ده، چې په خپل وخت رسنیو او خبریالانو ته اطلاعات ورکړي، ښاغلي امیري زیاته کړه؛ بدخشان کې محلي خبریالان له ادارو سره ښه همغږۍ لري او هر وخت په بې طرفه توګه خلکو ته اطلاع رسونه کوي.
بدخشان کې د یوناما دفتر مسؤل داکتر حکیم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د رسنیو او خبریالانو د پوره ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: بدخشان له هغو لومړنیو ولایتونو څخه دی، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست یې د اسلامي امارت په بیا ځلې حاکمیت سره د ځایي امارتي ادارو مسؤلینو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ ناستې جوړې کړې، ترڅو اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د ستونزو او د خلکو اساسي اړتیاوو ته په اغیزمنه توګه رسیدنه وشي.
په دې پروګرام کې خبریالانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه بیان کړل، چې د مسؤلینو له لوري ستونزو ته د حل او وړاندیزونو ته د رسیدنې ډاډ څرګند شو.
۱۴۴۷/۶/۱۹ هـ ق
