جوزجان ولايت کې له ۳۰ تنو د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ نهايي ازموينه واخستل شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۳:۴۳
…

یک‌شنبه (۲۹ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) په جوزجان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکټېډ موسسې په همکارۍ د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ د ۹۰۰ ګډونوالو له منځه د ټاکل شويو ۳۰ تنو څخه نهايي ازموينه واخستل شوه.

د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر پهلوان بابري وويل: څو ورځې وړاندې په دې ولايت کې له شاوخوا ۹۰۰ تنو څخه په سيرت النبي ﷺ کې ازموينه اخستل شوې وه، چې له هغې ډلې يې ۳۰ تنه غوره ګډونوال وټاکل شول، چې نن د موظفو استادانو په حضور کې له دې ۳۰ تنو څخه نهايي ازموينه واخستل شوه، چې د دوی له ډلې به يې لسو غوره ګډونوالو ته جايزې ورکړل شي.

په ياده سيالۍ کې ګډونکوو ځوانانو دا ډول ديني او علمي سيالۍ  د ځوانانو په ظرفيت لوړونه کې مهمې وبللې او د ورته نورو سياليو د ترسره کولو غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د رسنیزې او رواني جګړې په اړه علمي کنفرانس ترسره شو

تخار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ( د افغانستان پر وړاندې د رسنیزې او رواني جګړې ارزونې) په نامه یو ورځنی علمي کنفرانس د عامه کتابتون په تالار کې ترسره شو، چې پکې ګڼ شمېر علمای کرامو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۴
Background image

د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل ښار له دویمې، څلورمې او لسمې ناحيې څخه څارنه وکړه

د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسیون د کابل ښار د دویمې، څلورمې او لسمې ناحیې اړوند لوحو څخه د پتې موندلو په موخه څارنه وکړه.
د دې څارنې او اصلاحي بهیر په پیل کې د یادو سیمو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې په نامه سیمینار وړاندې شو

د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکاریو ددې ولایت د پوهنتون استادانو، د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو، د جوماتونو امامانو او د رسنیو کارکوونکو ته د. . .

BACK TO NEWS