خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو د اسلامي امارت له مرستو څخه خوښي څرګنده کړه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۲:۰
…

شنبه ( ۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ )  جوزجان ولايت کې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په همکارۍ د پیام بانو راډیو له خوا د (خبريالانو خونديتوب) تر سرلیک لاندې راډيويي مرکه پیل شوه او یادې مرکې د دولتي او خصوصي ر سنینو د خبریالانو او کارکوونکو د ملاتړ په موخه پیل شوې.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین معتصم وایي: اسلامي امارت به تل د هغو رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي، چې د اسلامي امارت د نظام له اصولو سره سم فعالیت کوي. 

په جوزجان کې د خصوصي رسنیو یو شمېر خبریالانو او کارکوونکو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د خبریالانو له حقونو څخه د ملاتړ او د دفاع ستاینه وکړه او د دغه ډول مرستو او همکاریو پر دوام او زیاتوالي یې ټینګار وکړ.

۲۰۲۴/۵/۲۵ ميلادي 
۱۴۰۳/۳/۵ ھ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

بغلان کې له خبریالانو سره د کاري چارو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

پنجشنبه( ۶ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري خبریالانو سره  د کاري چارو د ښه والي په موخه ګډه ناسته ترسره شوه، تر څو د اختر په شپو او ورځو کې رسنۍ لا ښې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۵:۵۳
Background image

پکتیا کې د رسنیو استازو او خبریالانو سره ناسته وشوه

پنجشنبه (۶ د ذوالحجې ۱۴۴۵) پکتیا ولايت کې لوی اختر ته د تیاري، د ا.ا.ا د زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله اختریز پیغام نشرولو، د ګټورو او غوره پروګرامونو جوړولو او د اختر په شپو او ورځو کې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۵:۴۳
Background image

په ټولو ولايتونو کې د امير المومنين حفظه الله د اختريز پيغام زرګونه نسخې وويشل شوې

شنبه (۸ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو له لوري په ټولو ولايتونو کې د امير المومنين حفظه الله د اختريز پيغام زرګونه نسخې وويشل شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو مسوولين. . .

BACK TO NEWS