د آذربایجان سفیر او ورسره مل پلاوي د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين سره وکتل

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۱۰
...

شنبه ( ۲۲ د جمادی الثاني ۱۴۴۷) په کابل کې د آذربایجان هيواد سفير ښاغلي الهام محمدوف او قنسول تارایل اسماعیلوف د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معين ښاغلي مولوي قدرت الله جمال صاحب سره د دواړو هيوادونو د فرهنګي اړيکو د پياوړتیا او ګډو همکاريو په موخه وکتل.
 ښاغلي محمدوف په خپلو خبرو کې وویل: آذربایجان له افغانستان سره مذهبي، فرهنګي او نورو برخو کې ګډ مشترکات لري اذربایجان د ااا سره د سیاسي، سوداګريزو، اقتصادي او فرهنګي اړيکو پياوړتیا او پراختیا غواړي، د افغانستان ولسونه فرهنګ خوښوونکي او فرهنګ پاله خلک دي، د ډيرو ستونزو سره سره فرهنګي چارو ته د ااا پاملرنه د ستاينې وړ ده.
د نوموړي په وينا؛ آذربایجاني سیلانيان چې په رسنيو کې فعاله ونډه لري، له افغانستان څخه تر ليدنو وروسته يې د افغانستان بېلابېل کلتورونه، تفريحي او تاريخي ځايونه د رسنيو له لارې تر نړیوالو ورسول، تر اوږدو جګړو وروسته افغانستان په يو امن هيواد بدل شوی، سیلانیان کولای شي، چې په اطمینان سره دلته راشي او د افغانستان له تاريخي او تفريحي ځايونو څخه لیدنه وکړي، آذربایجان چمتو دی، چې د آنلاين کورسونو له لارې افغان ځوانان وروزي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين ښاغلي جمال صاحب وویل: هيوادونه د اړيکو د پياوړتیا په اساس پرمختګ کوي، آذربایجان او افغانستان په ډیرو برخو کې ګډ مشترکات لري، له اذربایجان سره په اقتصادي، سیاحتي او فرهنګي برخو کې د اړيکو پياوړتیا د دواړو هیوادونو په ګټه ده، د افغانستان په اړه د آذربایجان هيواد له نيک نظر څخه منندوی یو، افغانستان له جنګه تازه راوتلی هيواد دی، چې په بېلابېلو برخو کې د دوستو هيوادونو همکاريو ته اړتیا لري، په رسنيزه برخه کې به دواړه هيوادونه همغږي نوره هم پياوړي کړي، تر څو نړیوالو ته د افغانستان د امن واقعي تصوير وړاندې او د سیلانيانو د جذب وسیله شي، د ااا ټول هیواد په متحد ډول تر یو رهبرۍ لاندې اداره کوي او له نورو هيوادونو سره د ښه نیت په اساس اړيکې پالي.
په پای کې دواړو لورو په ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

۱۴۰۴/۹/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۵:۱۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه ( د ۱۴۴۷ د رجب۲۹مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د دې کمېسیون د غړي دکتور حمیدالله مزمل په مشرۍ وشوه.
د غونډې په پيل کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۴
Background image

موسی خېلو ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت مسؤلینو موسی خېلو ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې له یو شمېر فعاله ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وکړه. 
د ځوانانو چارو آمر وویل: له دغه سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

ځوانانو ته د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې سلګونو تنو ځوانانو ته د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې مسؤلینو د لوړو زده کړو د اهمیت. . .

BACK TO NEWS