د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين هرات ته سفر وکړ

moic_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۳:۲۷
Herat-moic-farahi

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین حیات الله مهاجر فراهي هرات ولايت ته د سفر په ترڅ کې نن د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له مشر او کارکوونکو سره وکتل .
په دغه کتنه کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا حقاني د نشراتو معین ته د ښه راغلاست تر څنګ د خپلو فعاليتونو او کړنو په هکله معلومات ورکړل او خپلې ستونزې يې ورسره شريکې کړې.
نوموړي همدارنګه د ځوانانو، تاريخي ابداتو، اطلاع رسونې او ګرځندوی په برخه کې د ترسره کړو فعاليتونو په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل.
حقاني زياته کړه، په هرات ولايت کې د فرهنګي چارو د لا ښه والي په موخه لازمو امکاناتو ته اړتيا لري.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین په خپلو خبرو کې وويل، چې په تېر رژيم کې ياد وزارت په لوی لاس له پامه غورځول شوی و.
ده يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو د پخواني برم د بېرته اعاده کولو لپاره به هلې ځلې وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې په هرات کې خپرېدونکې د اتفاق اسلام ورځپاڼې د رنګه چاپ او پراختيا لپاره کار روان دی او د باختر آژانس د کاري کيفيت د لوړولو په موخه به کوټلي ګامونه واخلي.
د يادونې وړ ده، چې مهاجر فراهي په نږدې راتلونکي کې هرات ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست د سفر خبر ورکړ او د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس سره يې ژمنه وکړه، چې ستونزې به يې د حل په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست وزیر سره شريکې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۳:۴
Background image

په سرپل کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

 

تېره ورځ په سرپل ولایت کې د دغه ولایت والي محمد یعقوب عبدالرحمن په مشرۍ د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د ولايت مقام د دفتر رئيس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۲:۲
Background image

هلمند اطلاعاتو او کلتور رئیس د یونیسف نړیوال سازمان له ولایتي مسؤل سره وکتل

 

تېره ورځ د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد په خپل کاري دفتر کې د یونیسف نړیوال سازمان د هلمند څانګې له مسؤل ښاغلي محمد اینوا ذکریا او یونیسف اړوند همکارو مؤسیساتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۱:۱۶
Background image

د کندهار اطلاعات او کلتور ریاست د ښوونيزو مرکزونو د ۱۰۰ عمومي اول نمره ګانو ستاینغونډه تر سره کړه

 

تېره ورځ د کندهار ولایت د اطلاعات او کلتور رياست کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو، انسټیټوټونو او ښوونځیو د ۱۰۰ عمومي اول نمره ګانو د ستاینې او هڅونې په موخه ستاینغونډه جوړه شوه، چې. . .

BACK TO NEWS