د اطلاعاتو او کلتور رئیس د محبس له ښوونيزو ټولګیو څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۹:۵۶
g

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د ولایت مقام د کارکوونکو د چارو آمر مولوي مکرمین سبحاني په ملتیا د دې ولایت د محبس له ښوونيزو ټولګيو څخه لیدنه وکړه.
ملا عبدالغفار حقنما وویل: زندان د اصلاح او توبې ځای دی، تاسو باید له دې فرصت څخه د خپلو دیني او علمي معلوماتو د زیاتولو لپاره ګټه واخلئ، ترڅو وکولای شئ نوی ژوند پیل کړئ.
نوموړي د محبس مسؤلینو ته د دیني پوهې د لوړولو او د محبوسینو د اصلاح او روزنې د روحیې د پیاوړتیا په موخه له ۵۰ ټوکو څخه زیات د عالیقدر امیرالمومنین حفظه ‌الله د مجاهدینو لپاره لارښود په نوم کتاب ډالۍ کړ.
همدارنګه مولوي مکرمین سبحاني هم زندان د ځان جوړونې لپاره غوره مدرسه وبلله او زیاته یې کړه: زده کړه د بدلون کيلي ده؛ هڅه وکړئ له دې فرصت څخه په ګټه اخیستلو خپله پوهه په بېلابېلو برخو کې لوړه کړئ او ځانته یو روښانه راتلونکی جوړ کړئ.

۱۴۴۶/۷/۲۴ ق
۱۴۰۳/۱۱/۶ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي بدخشان ته سفر وکړ

شنبه (1۶ شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ يوه پلاوي بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۳۵
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین کندوز ولايت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال او مل پلاوي کندوز  ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د طلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ځوانانو د یووالې او انسجام په موخه غونډه وشوه

پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ځوانانو چارو آمریت په هڅو د دغه ولایت د فکري مبارزینو او مخلصو ځوانانو ترمنځ د یووالې او انسجام په موخه پراخه غونډه وشوه.

د پکتیا ولايت اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS