د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د ښاروالۍ مسؤلينو د همږغۍ ګډه ناسته وکړه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۱۸
۱۲صثیقبلرذد

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د کلتوري او نشراتي همږغۍ د پیاوړتیا په موخه د هرات ښاروالۍ له مسؤولینو سره ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي وویل: هرات یو تاریخي، کلتوري او لرغونی ښار دی، چې زیات شمېر تاریخي آبدې لري، نوموړي ټینګار وکړ، چې د دې ارزښتناکو میراثونو د ساتنې لپاره باید ډېرې هڅې وشي.
ښاغلي متقي د اطلاعاتو او کلتور ریاست او هرات ښاروالۍ ترمنځ د ګډو پروګرامونو په ځانګړې توګه د تاریخي آبدو د ساتنې، کلتور او نشراتو برخه کې پر تطبیق ټینګار وکړ.
د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري خدماتو رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد وویل: ښاروالۍ تل د تاریخي آبدو په ساتنه کې هڅې کړې دي، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ښاروالۍ ترمنځ د ګډې کمیټې د جوړولو وړاندیز وکړ، ترڅو په کلتوري او نشراتي فعالیتونو کې لا ډېره همږغي رامنځته شي.
د ناستې په پای کې دواړو خواوو د کلتوري میراثونو او تاریخي آبدو د ساتنې لپاره د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

۱۴۴۶/۷/۲۲ ق
۱۴۰۳/۱۱/۴ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه د (۱۹ د جمادي‌ الاول ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په حضور کې ترسره شوه.
د غونډې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

فراه کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږۍ ناسته وشوه 

د فراه ولایت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو آمر، په لويديځ زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسؤل، د يادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۹
Background image

کندوز کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز ولايت د والي ملا محمد خان دعوت په مشرۍ ولایت مقام کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ له خبریالانو، د سیمه ‌ییزو رسنیو استازو، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو او ویاندویانو. . .

BACK TO NEWS