د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي بدخشان ته سفر وکړ

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۵:۲۸
dddd

شنبه (1۶ شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ يوه پلاوي بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست فعالیتونه یې مهم او حیاتي وبلل.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال وویل: د محلي حکومت لاسته راوړنې او فعالیتونه باید د دې ریاست د خپرونو له لارې خلکو ته ورسول شي، نوموړي د خپل سفر موخه د اطلاعاتو او کلتور رياست له چارو او کارکوونکو څخه لیدنه، د ستونزو اورېدل او د دې ریاست د کاري لاسته راوړنو ارزونه یاده کړه، ښاغلي جمال د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه د محلي حکومت د فعالیتونو ترجمانان او انعکاس ورکوونکي وبلل.
همدا راز د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور آمر محمد عارف فاروقي د دې ریاست د تأسیس، د ځوانانو، کلتور، هنر، اطلاعاتو او ګرځندوی د امریتونو د کاري استقامتونو په اړه يې مفصل معلومات ورکړل او د بدخشان د تاریخي آبداتو د ساتنې لپاره یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي فاروقي وویل: په بدخشان کې ۲۹ تاریخي آبدې،۱۲۰ تفريحي سیمې، ۱۱ راډیوګانې او درې ټلویزیونونه شتون لري، همدارنګه کلتوري پروګرامونه او مشاعرې د فرهنګیانو په همږغۍ په دوامداره ډول ترسره کېږي.

۱۴۰۳/۱۱/۲۷ ل
۲۰۲۵/۲/۱۵ ز

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

صدها جلد کتاب به کتاب‌خانه عامه هلمند اهداء شد

ریاست عمومی کتاب‌خانه‌های عامه وزارت اطلاعات و فرهنگ ۶۴۲ جلد کتاب به کتاب‌خانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند اهداء کرد.
آمر گرځندوی و فرهنگ ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت بیان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۵:۱۶
Background image

د هلمند عامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه ورکړل شول

د اطلاعات او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند عامه کتابتون ته ۶۴۲ ټوکه بېلابېل کتابونه ورکړل شول.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل:. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۱
Background image

بدخشان کې سلګونه تنه ځوانان له وړیا ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوانان د درې میاشتني ښوونيز پروګرام له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د مسؤلينو په وينا؛ یاد. . .

BACK TO NEWS