د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د ولسونو د انسجام غونډه ترسره شوه
نن شنبه ۱۴۴۴/۷/۱۳ هـ ق بغلان ولایت کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د ولسونو د انسجام غونډه ترسره شوه، چې پکې د خنجان، ده صلاح، بنو، پلحصار، دوشي، تاله او برفک ولسواليو مسئولینو، ديني عالمانو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي مولوي اسدالله "مصطفى هاشمي" غونډې ته په وینا کې وويل: د ا.ا.ا. د ټولو ګډ کور دی، باید ورته په ګډه کار وکړو، نوموړي زیاته کړه، د هیواد او نظام د پرمختګ لپاره د نظام او ولس ترمنځ انسجام اړین دی، چې لله الحمد نننۍ غونډه یې شاهدي ورکوي.
ورپسې د غونډې ګډونوالو له مسئولینو سره خپلې ستونزې او مشورې شریکي کړې او زیاته یې کړه، چې ا.ا. زموږ کور دی، ددې کور د ودانولو لپاره په ګډه کار کوو.
غونډه په دعا پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د جلګې، برکې ولسواليو د مخورو علماوو او ځوانانو په شتون کې په نهرين ولسوالۍ کې هم ورته غونډه ترتیب شوې وه.