د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۱۹
د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين هارون حکيمي په مشرۍ نن د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه د ويډيو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه غونډه د تاريخي آبداتو د ساتنې د رييس عبدالاحد عباسي، د لرغونپېژندنې د رييس نورآغا نوري، د ملي موزيم د رييس محمد فهيم رحيمي، د افغانستان لپاره د يونسکو د رييس او د دغه بنسټ د فرهنګي برخې د مسوول، د «الف» موسسې د رييس، ايتالوي ماهرانو او د هېواد د بېلابېلو دولتي بنسټونو د استازو په ګډون چې د هېواد د جمهور رييس د حکم پر بنسټ په کمېټه کې شامل دي، جوړه شوه.
په غونډه کې د جام څلي د ساتنې او ترميم او د هېواد د تاريخي آثارو او ودانيو او لرغونو ساحو د ساتنې د طرحې په اړه خبرې وشوې او دغه راز د کمېټې غړیو په دې برخه کې خپلې طرحې او وړانديزونه څرګند کړل.
وروسته د جګړې په حالت کې د لرغونو آثارو د ساتنې په خاطر بېړنی پروګرام چې د فرهنګ او هنر معينيت برابر کړى دى، غونډې ته وړاندې شو چې د کمېټې غړیو یې تاييد کړ.

کابل/ د زمري ۲۰ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۷:۱۵
Background image

جوزجان کې د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه

پنج‌شنبه (۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکتيډ موسسې سره په همغږۍ په مرکز او آقچې ولسوالۍ کې له ۹۰۰ تنه ځوانانو څخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
Background image

تخار کې د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي

چهارشنبه (۱۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ارشاد، حج او اوقافو، امر باالمعروف او نهی عن المنکر رياستونو او علماوو شورا سره په همغږۍ دې ولايت کې د عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۲
Background image

د غزني ولايت لومړنی مسجد بيا رغول کيږي

پنجشنبه ( ۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: د غزني ولايت لومړنی مسجد بیا رغول کيږي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار وايي: د باباجي. . .

BACK TO NEWS