د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه 

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۰:۴۳
...

په لغمان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو د بېلابېلو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني سره وکتل، په دې ناسته کې د ختیځ زون د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر، د لغمان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر، د ملي راډیو تلویزیون آمر، او یو شمېر خبریالانو ګډون کړی و.
د غونډې پیل د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په وینا وشو، نوموړي د لغمان ولایت د رسنیو او رسنیزو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ویل: په لغمان کې رسنیز فعالیتونه په ښه حالت کې دي، خبریالانو ته پر وخت معلومات رسیږي، خو د لا ښه والي لپاره باید نورې هڅې هم وشي.
ورپسې د رسنیو یو شمېر مسؤلینو او خبریالانو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د لغمان والي سره شریک کړل، هغوی غوښتنه وکړه، چې د پروژو د پرانېستلو او ګټې اخیستنې پر مهال دې خبریالانو ته له مخکې خبر ورکړل شي، ترڅو د دغو موضوعاتو سم او پر وخت انعکاس وشي، همدارنګه، د همغږۍ میاشتنۍ غونډې دې جوړې شي ترڅو د خبریالانو ستونزې او غوښتنې مسؤلینو ته په مستقیم ډول وړاندې شي.
د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني د ګډونوالو غوښتنې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د خبریالانو ستونزو ته به په وخت رسېدنه وکړي، هغه وویل: چې رسنۍ د نظام د کړنو او لاسته راوړنو په رسولو کې اساسي رول لري او حکومت یې ملاتړ کوي.
ښاغلي حقاني خبریالانو ته سپارښتنه وکړه، چې د حقایقو پر بنسټ راپورونه خپاره کړي او د مغرضو او تخریبوونکو رسنیو پر وړاندې دې خپلې ملي رسالت ترسره کړي.

۱۴۴۶/۶/۲ ھ ق
۱۴۰۳/۹/۱۴ ھ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه د (۱۹ د جمادي‌ الاول ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په حضور کې ترسره شوه.
د غونډې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

فراه کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږۍ ناسته وشوه 

د فراه ولایت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو آمر، په لويديځ زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسؤل، د يادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۹
Background image

کندوز کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز ولايت د والي ملا محمد خان دعوت په مشرۍ ولایت مقام کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ له خبریالانو، د سیمه ‌ییزو رسنیو استازو، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو او ویاندویانو. . .

BACK TO NEWS