د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له فعالو رضا کارو ځوانانو سره وکتل

تېره ورځ د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، ملا حمیدالله نثار په خپل کاري دفتر کې له فعال رضاکار ځوانانو سره وکتل.
ښاغلي ملا حمیدالله نثار، ځوانان د هرې ټولنې د ملا تير وبلل او د دغه ریاست د ځوانانو چارو د مدیریت له رضاکار ځوانانو یې وغوښتل چې د ځان او ټولنې، د اصلاح لپاره لاس پکار شي او د خپل هېواد، ملي منافعو، افغاني کلتور او اسلامي عقائدو ته ژمن پاتې شي.
په دغه جوړه شوې غوڼډه کې، د ځوانانو چارو عمومي مدیر سید جلال زاهد، بیا د ځوانانو پر زده کړو ټېنګار وکړ او ویې ویل: چې ياد مدیریت په تېر یوه کال کې، نږدې ۴۰۰ بې وزلي ځوانان، هغه پوهنتونونو او ښوونيزو مراکزو ته چې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري ورسره د بې وزله ځوانانو د فيس په ورکړه کې د تخفيف تړونلیک شوی و، ور پېژندلي دي.
ښاغلي زاهد زیاته کړه چې یوازې په تېر یوه کال کې، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ښوونیز مرکز څخه نږدې زر تنه زده کوونکي په وړيا توګه د کمپيوټر پرګرامونو له زده کړو فارغ شوي. او همدا اوس هم نږدې ۵۰۰ زده کوونکي د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او قرآني لار ښوود په زده کړو بوخت دي.
په یاده غونډه کې یو شمېر رضاکار ځوانانو هم خبرې وکړې، دا شان غونډې یې ښې اغېز منې وبللې او د ځوانانو تر منځ د همغږۍ غوښتونکي شول.
۱۴۴۴/۷/۱۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۱۵ هـ ش