د هریوا دارالفنون په هرات ولایت کې د هنر او کلتور بیا راژوندي کولو مرکز

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۵:۴۱
cgfds

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: چې د هریوا دارالفنون د هرات په اختیارالدین تاریخي کلا کې د کلتور او هنر د ساتنې او ترویج په برخه کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کوي.
د ګرځندوی آمر مولوي رحمت‌ الله محمدي وویل: دغه مرکز په وروستیو کلونو کې د هنر مینه ‌والو لپاره یو د هنر له اصلي ځایونو څخه ګرځېدلی دی، چې هنرمندان يې په ځانګړي ډول په دودیزو هنرونو لکه خطاطۍ، تسبيح جوړولو، نقرې جوړولو، غالۍ اوبدلو، ابریشم‌ کاري، د لرګیو حکاکي، میناتوري، هراتۍ شیشه جوړونه او ځینې نورو صنایعو باندې تمرکز کوي، نوموړي زیاته کړه؛ په دغه مرکز کې دولس خونې په وړیا ډول د هنرمندانو په واک کې ورکړل شوې دي.
د تسبيح جوړولو یو هنرمند استاد عبدالواحد عرب وايي: د هریوا دارالفنون دا فرصت راکړ، چې خپل هنر ښکاره کړم او د ګرځندویانو پام ځان ته راواړوم.
د يادونې وړ ده، چې اختیارالدین کلا خپله د هرات د تاریخي آبداتو له جملې يو له مهمو ځایونو څخه شمېرل کېږي، چې د هریوا دارالفنون په شتون سره نه یوازې د ګرځندویانو لپاره یو ځانګړی ځای بلکې د هرات خلکو لپاره د کلتوري هویت د پیاوړتیا یو مرکز ګرځېدلی دی.

۱۴۴۶/۷/۲۴ ق
۱۴۰۳/۱۱/۶ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د رسنیزې او رواني جګړې په اړه علمي کنفرانس ترسره شو

تخار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ( د افغانستان پر وړاندې د رسنیزې او رواني جګړې ارزونې) په نامه یو ورځنی علمي کنفرانس د عامه کتابتون په تالار کې ترسره شو، چې پکې ګڼ شمېر علمای کرامو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۴
Background image

د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل ښار له دویمې، څلورمې او لسمې ناحيې څخه څارنه وکړه

د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسیون د کابل ښار د دویمې، څلورمې او لسمې ناحیې اړوند لوحو څخه د پتې موندلو په موخه څارنه وکړه.
د دې څارنې او اصلاحي بهیر په پیل کې د یادو سیمو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې په نامه سیمینار وړاندې شو

د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکاریو ددې ولایت د پوهنتون استادانو، د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو، د جوماتونو امامانو او د رسنیو کارکوونکو ته د. . .

BACK TO NEWS