د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطالعې ارزښت په نوم روزنیز سیمینار جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۱۴
...

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې د مطالعې ارزښت په نوم روزنیز سیمینار جوړ شو.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې، او ویې ویل: مطالعه د هرانسان لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې د مطالعې په مټ د انسان پوهه لوړیږي، پرمختګ په لوستلو کې دی، که غواړو چې په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او نورو برخو کې پرمختګ وکړو، باید مطالعه ډېره کړو، د فرهنګ او ګرځندوی آمر زده کوونکو ته د مطالعې اصول تشریح کړل، ترڅو زده کوونکي وکولای شي، چې مطالعه په ښه توګه وکړي.
په سیمینار کې د یو ځايي خصوصي ښوونځي مدیر وویل: هغه زده کوونکي او ځوانان چې مطالعه کوي په پوهه کې یې زیات پر مختګ راځي او په ژوند کې به يې د هرې ورځې په تېرېدو سره مثبت تغیر رامنځته شي، نوموړي له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل، چې هلمند عامه کتابتون ته راشي او د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کړي.
د سیمینار ګډونوالو له دغه سیمینار څخه خوښي وښوده او د دې ډول پروګرامونو د جوړیدو غوښتونکي شول.
د سیمینار په پای کې  د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو له لوري هغه ځوانان په معنوي ډالیو وستایل شول، چې په دوامدره توګه عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره راځي.

۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئیس په مشرۍ د خبریالانو د خونديتوب کمېټې ګډه ناسته ترسره شوه

هرات کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي په مشرۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ناسته ترسره شوه.
مولوي احمدالله متقي د رسنیو او خبریالانو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او ویې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۵۹
Background image

د البیروني پوهنتون رضا کاره زده کړیالان وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي یو شمېر رضاکار زده کړیالان په کلتوري او ټولنیزو برخو کې د فعال ګډون له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د ۱۴۰۴ لمریز کال د فرهنګي او هنري جایزو د کانکور سیالۍ قضاوت پلاوي ناسته وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ د معین مولوی عتیق الله عزیزي په مشرۍ په یاد معینیت کې د ۱۴۰۴ لمریز کال د فرهنګي او هنري جایزو د کانکور سیالۍ قضاوت پلاوي لومړنۍ ناسته ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS