د هېواد د تاریخي آثارو ساتنه او بیارغونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړیتوبونو څخه دي

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۲۲:۲۴
...

د سه شنبې په ورځ (۳ محرم ١٤٤٦) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر محترم ملا خیرالله خیرخواه د آغا خان بنسټ د فرهنګي څانګې له رئیس انجینر اجمل میوندي سره په خپل دفتر کې وکتل. 

په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر وویل، د هېواد تاریخي زېرمې د افغانانو د لرغوني تاریخ، مستند فرهنګ او ملي هویت استازیتوب کوي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د هغو بنسټونو ترمنځ چې هېواد کې د تاریخي زیرمو ساتنه او بیارغونه کې فعالې دي، د همغږۍ پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ. 

ورپسې په افغانستان کې د آغا خان د فرهنګي خدمتونو رئیس انجینر اجمل میوندي د اطلاعاتو او کلتور وزارت محترم وزیر ته د دغې موسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دغې موسسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې پروژې بشپړې کړي دي چې دا  مهال په غزني ولایت کې د باباجي جومات د بنسټیزې بیارغونې او د کابل په بالاحصار کې د یوه لرغوني پارک د جوړولو پروژه، د کابل سیند شا او خوا د چاپېريال تغیرول چې په ماشین خانه باندې هم مشهور دئ، د هرات د جومات د پنځمې منارې  پياوړتيا، د هرات د جامع جومات د برجونو د پياوړتيا او په دغه ولايت کې د وروستۍ زلزلې له امله د خواجه عبدالله انصاري د زيارت د چتونو د ترميم او پياوړتيا او په لوګر کې د عینک د مسو د لرغونو آثارو د ساتنې لپاره بیړني اقدامات روان دي. 

په اخر کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ملا خيرالله خيرخواه د هېواد د تاريخي ابداتو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې د آغاخان بنسټ د فرهنګي څانګې د فعاليتونو ستاينه وکړه. 

۱۴۰۳/۴/۱۹ ھ ش 

۲۰۲۴/۷/۹ میلادی

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۸:۳۲
Background image

اطلاعاتو او کلتور رئيس د میمنې ښار د سیاحتي شرکتونو له مسؤلينو سره وکتل

چهارشنبه ( ۱۱ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدین محمدي په خپل کاري دفتر کې د میمنې ښار د سیاحتي شرکتونو له مسؤلينو سره وکتل.
د سياحتي شرکتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتیکا په مرکز او څلورویشت ولسوالیو کې سيالۍ پیل شوې


پنجشنبه ( ۱۱ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د پکتیکا د مرکز ښرنې په ګډون په څلور ویشت ولسوالیو کې د امـ ـارت پېژندنې کتاب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۳:۳۴
Background image

بادغیس کې د دولتي رسنیو لپاره معلوماتو ته د لاسرسي سمینار جوړ شو

 چهار شنبه (۱۱ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) بادغيس ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د يوناما دفتر په همکارۍ دولتي رسنیو لپاره معلوماتو ته د لاسرسي په اړه یو ورځنۍ سمینار جوړ کړ.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS