د پروان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه 

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۵
.....

شنبه ( ۹ ذوالقعده ۱۴۴۶ ) د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه، چې پکې د ولایت مقام، امربالمعروف او امنيه قوماندانۍ نمايندګانو ترڅنګ خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحيمي وويل: د دې غونډې له جوړېدو څخه يې موخه د دولت او رسنيو ترمنځ لا زياته همغږي، د اطلاع رسونې وضعيت ښه والی، د رسنيو د سرغړونې د کمېټې د موخو او د غړو معرفي کول، د اسلامي شريعت تطبيق او د اسلامي امارت اصولو ته عملي بڼه ورکول دي.

په ياده غونډه کې د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو اطلاعاتو او فرهنګ له رياست څخه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې رسنۍ تل د نظام همکاره او د ا.ا.ا د تګلارې او اصولو له مخې فعاليت کوي.

۲۰۲۴/۵/۱۸ ميلادي 
۱۴۰۳/۲/۲۹ ھ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

بغلان کې له خبریالانو سره د کاري چارو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

پنجشنبه( ۶ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري خبریالانو سره  د کاري چارو د ښه والي په موخه ګډه ناسته ترسره شوه، تر څو د اختر په شپو او ورځو کې رسنۍ لا ښې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۵:۵۳
Background image

پکتیا کې د رسنیو استازو او خبریالانو سره ناسته وشوه

پنجشنبه (۶ د ذوالحجې ۱۴۴۵) پکتیا ولايت کې لوی اختر ته د تیاري، د ا.ا.ا د زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله اختریز پیغام نشرولو، د ګټورو او غوره پروګرامونو جوړولو او د اختر په شپو او ورځو کې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۵:۴۳
Background image

په ټولو ولايتونو کې د امير المومنين حفظه الله د اختريز پيغام زرګونه نسخې وويشل شوې

شنبه (۸ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو له لوري په ټولو ولايتونو کې د امير المومنين حفظه الله د اختريز پيغام زرګونه نسخې وويشل شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو مسوولين. . .

BACK TO NEWS