د چشت شریف ولسوالۍ له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وشوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۲:۳۸
..

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى ټيم د هرات ختيځو ولسواليو ته د خپل سفر په دوام د چشت شريف ولسوالۍ له تاريخي ابداتو څخه ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى آمر مولوي رحمت الله محمدي وویل: د دغه سفر په ترڅ کې د چشت شریف ولسوالۍ له ډېرو تاریخي ځایونو څخه لیدنه وشوه، هغه وايي، چې د دغه سفرونو په پيل سره به د هرات د کلتوري شتمنيو د معرفي کولو ترڅنګ د ګرځندوى صنعت ته وده ورکړي.
په دغه سفر کې راغلي ګرځندویان وايي: دغه ډول سفرونه ځوان نسل ته د تاریخي ابداتو د ورپېژندلو لپاره ګټور دي. دوی زیاتوي، چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د امنیت په تامین سره کولای شي له بېلابېلو تاریخي او کلتوري ځایونو څخه له اندېښنې پرته لیدنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سفرونه د ګرځندوى د اوونۍ په مناسبت د ټيکا د دفتر له خوا د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسوولينو، د هېواد د لوېديځو ولايتونو فرهنګيانو، هنرمندانو او د ګرځندوى د مسوولينو په شتون سره پيل شو.

۱۴۴۶/۴/۲ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۴ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۵:۱۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه ( د ۱۴۴۷ د رجب۲۹مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د دې کمېسیون د غړي دکتور حمیدالله مزمل په مشرۍ وشوه.
د غونډې په پيل کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۴
Background image

موسی خېلو ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت مسؤلینو موسی خېلو ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې له یو شمېر فعاله ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وکړه. 
د ځوانانو چارو آمر وویل: له دغه سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

ځوانانو ته د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې سلګونو تنو ځوانانو ته د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې مسؤلینو د لوړو زده کړو د اهمیت. . .

BACK TO NEWS