فارياب کې د اسلامي کلتور د ودې او  تاريخي ابداتو د ساتنې په موخه غونډه جوړه شوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۰:۲۸
..

دفارياب ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمريت لخوا د اسلامي کلتور د پياوړتيا او د تاريخي او لرغونو سيمو د ساتنې په موخه د فرهنګيانو او اړوندو رياستونو د استازو په شتون کې غونډه جوړه شوه، دغه غونډه د هېواد په ځانګړي ډول د فاریاب ولایت د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې له پاره د همکارۍ په موخه جوړه شوه.
د کلتور او ګرځندوی آمر محمد حسن نايل د اسلامي کلتور د پياوړتيا او د تاريخي ابداتو د ساتنې په اړه خبرې وکړې او له فرهنګيانو او په غونډه کې له حاضرو خلکو څخه يې وغوښتل، چې د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رياست سره په ګډه کار او د تاريخي ابداتو د پياوړتيا په لاره کې فعاليت وکړي، هغه ټینګار وکړ، چې اسلامي کلتور او د لرغونو اثارو ساتنه د هېواد د کلتوري او تاریخي هویت په ساتلو کې مرسته کولای شي.
په دې غونډه کې د فارياب پوهنتون د بشري او ادبياتو پوهنځي رئيس سيد بهاء الدين هاشمي، د فارياب ولايت يو تن فرهنګي شخصيت محمداسحاق شمس، د اطلاعاتو آمر غلام محمد کريمي، د ښاروالۍ استازى عبدالحق وثيق  او د امير عليشېر نوايي لېسې استاد محمد عارف سيواش هم په دې اړه خپل نظریات څرګند کړل او د اسلامي کلتور د ودې او د تاريخي ابداتو د ساتنې په برخه کې يې پر همکارۍ ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې دغه غونډه په فارياب کې د کلتوري ميراثونو د ساتنې او د اسلامي کلتور د ودې په لاره کې د کلتوري او تعليمي ادارو جدي هوډ څرګندوي او طمع کيږي، چې په دغو همکاريو سره د هېواد د تاريخ او کلتور د ساتنې په لاره کې اغيزمن ګامونه پورته شي.

۱۴۴۶/۳/۳۰ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۲ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۵۴
Background image

لغمان کې د ټولنې مصلحینو ته د مدیریت او اړیکو په هکله دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

لغمان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو د بشري حقونو او د رسنیو څار موسسې لخوا د ټولنې مصلحینو ته د مدیریت او اړیکو په هکله دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

غزني کې د کتاب نندارتون جوړ شو

غزني کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت په تخنیکي پوهنتون کې (د کتاب واخله کتاب کیږده) عنوان لاندې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون د یاد ریاست د مسؤلینو لخوا پرانیستل شو.
د یاد نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۴:۴۸
Background image

کندوز کې د شمال ختيځ زون د دولتي ادارو له وياندویانو او نشراتي مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وشوه

یکشنبه( اول د جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په کندوز ولايت کې د شمال ختيځ زون د دولتي ادارو له ويانديانو او. . .

BACK TO NEWS