فاریاب کې د ځوانانو له روزنیز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند د وړیا روزنیز مرکز څخه ۳۷۰ تنه ځوانان د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. يادو فارغانو د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، وېب ډیزاین، محاسبې او پروګرام جوړونې په برخو کې خپلې زده کړې بشپړې کړې.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمسالدین محمدي فارغانو ته مبارکي وویله او د ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره یې د اکټید مؤسسې څخه مننه وکړه، نوموړي له فارغانو وغوښتل، چې خپلې زده کړې د ټولنې د خدمت او پرمختګ په ګټه وکاروي.
همدارنګه، د دغه ریاست د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالمبین فصیح په خپلو خبرو کې وویل: چې اوس وخت رارسېدلی چې د خپلو زده کړو مهارتونه د ځان پرمختګ او ټولنې ودې لپاره وکاروي.
په پای کې فارغانو د وړیا زده کړو د زمینې برابرولو لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست او اکټید مؤسسې څخه مننه وکړه.
۱۴۴۶/۶/۱ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱۳هـ ل