له رسنیو سره د همږغۍ او ملاتړ غونډه ترسره شوه

moic_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۵:۳۰
moic-media

نن چارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ هـ ش د رسنیو مرکز کې له رسنیو سره د همږغۍ او ملاتړ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، معینانو، رئیسانو، د ا.ا.ا ویاندویانو، د رسنیو مرکز مسئول او د رسنیو مسئولینو ګډون کړی ؤ.
غونډه چې د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو راپیل شوه، د اطلاعاتو کلتور وزیر قدرمن ملا خیرالله خیرخواه د رسنیو پر مسئولینو ږغ وکړ چې رسنۍ باید د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نیولو سره حقایق او داسي څه خپاره کړي چې د هیواد او نظام په ګټه وي او زیاته یې کړه، چې دوی له رسنیو سره پوره همکار او ملاتړي دي.
‏د خیرخواه صاحب تر خبرو وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ښاغلي "مهاجر فراهي" وویل، چې ا.ا له رسنیو سره د تصادم پر ځای د تفاهم لار غوره کوي او پر وخت یې ستونزو ته رسیدګي کوي.
وروسته د رسنیو استازو په خپل نوبت خپلې ستونزې او مشکلات له مسئولینو سره شریک کړل او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
 په پای کې د ا.ا.ا ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په خپلو خبرو کې وویل، چې د ا.ا پاليسي دا ده چې په هېواد کې رسنۍ پياوړې او فعاليتونونه يې مسلکي او معياري شي، همدا راز ښاغلي مجاهد ډاډ ورکړ چې د ا.ا.ا د رسنيو پر وړاندې شته ستونزو ته د حل په موخه وروستۍ هڅې کوي.
۱۴۰۱/۹/۹ هـ ش
۱۴۴۴/۵/۵هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۴۸
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري معین هلمند ولايت ته سفر وکړ

سه شنبه ( ۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري معین مولوي سعد الدین سعید هلمند ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي د خپل سفر پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۴۰
Background image

کندوز زون کې له سلګونه تنو څخه د فریلانسېنګ ازموینه واخیستل شوه

سه شنبه ( ۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت د اکتید مؤسسې په همکارۍ په کندوز زون کې له سلګونه تنو ځوانانو څخه د فریلانسېنګ یا (انلاين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۳۵
Background image

بیهقي د کتاب خپرولو رياست کې د کتاب نړيواله ورځ ولمانځل شوه

سه شنبه ( ۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند بيهقي د کتاب خپرولو رياست ( ۲۳ د آپريل ) د کتاب نړيواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځله.

ياده غونډه کې د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS