له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
..

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول، د سالم فکر پیاوړتیا، د ځوانانو ترمنځ د فکري یووالي رامنځته کول او د فرهنګي فعالیتونو لا پراختیا وه.
په دې ناسته کې ګډونوالو ته د قلم د ارزښت، د رسنیو د اغېزمن رول، د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې، د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا او د پردیو ناسمو افکارو پر وړاندې د سالم فکر د عامولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان وویل: د فرهنګي فعالیتونو پراختیا، د ځوانانو هڅونه، د ادبي او فرهنګي پروګرامونو ملاتړ او د فکري ودې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. 
ښاغلي ریحان ځوانان د علم، مطالعې، فکري ودې، ځان جوړونې او هېواد ته د خدمت کولو لور ته وهڅول او ټینګار یې وکړ، چې ځوان نسل باید د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ د ټولنې په پرمختګ، علمي پرمختیا او فرهنګي پیاوړتیا کې فعاله ونډه واخلي.
دغه راز ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د هېواد د آبادۍ، د اسلامي نظام د خدمت، د سالم فکر د ترویج، د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې او د فرهنګي فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د ټولنې فکري او فرهنګي پرمختګ لپاره به په ګډه کار کوي.

۱۴۴۷/۱۲/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۵مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۲
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له یو شمېر فرهنګیانو او ځوانانو سره وکتل

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملک‌زاده، د دې ولایت له یو شمېر فرهنګیانو او ځوانانو سره په لیدنه کې د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت، د اسلامي نظام د ملاتړ او د دښمنانو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۵
Background image

هلمند کې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي شو

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یاد ریاست اړوند د کلتوري مرکز په تالار کې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي شو.
 د هلمند د فرهنګ. . .

BACK TO NEWS