مهاجر فراهي: فرهنګي بنسټونه د ذهنونو په تنویر او روښانولو کې ارزښتناک رول لري

moic_admin
چهارشنبه, اکتوبر 12 2022 5:15 PM
muhajer-farahi-moic

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د عامه کتابتونونو ریاست نن « په عامه پوهاوي کې د فرهنګي بنسټونو رول» تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار جوړ کړ.

 په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړیوال مرکز کې جوړه شوې وه، د دغه وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد، د عامه کتابتونونو رئیس او کارکوونکو، استادانو او یو شمېر زده کوونکو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، په اوسني وخت کې د کتاب او مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې فرهنګي بنسټونه د ذهنونو په تنویر او روښانولو کې ارزښتناک رول لري او کولای شي چې په ټولنه کې زیاتې ناخوالې له منځه یوسي.

هغه د هېواد پر ټولو فرهنګیانو غږ وکړ، چې د خلکو د ذهنونو د روښانولو او په هېواد کې د اسلامي او اصیل افغاني فرهنګ په ترویج کې دې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري وکړي.

وروسته، د عامه کتابتونونو رئیس قاري عبیدالله حنیف د مطالعې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل؛ اوس چې خپلواکي ترلاسه شوې او په هېواد کې اسلامي نظام واکمن شوی دی، د اسلامي نظام او خپلواکۍ د ساتلو لپاره مطالعه تر ټولو مهمه اړتیا ده.

هغه له هېوادوالو څخه وغوښتل چې کتابونه ولولي او نور هم مطالعې ته وهڅوي.

دغه راز د افغانستان د ناشرانو اتحادیې رئیس استاد سعید د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د اتحادیې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه یې شریک کړل او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري یې د حل غوښتنه وکړه.

د غونډې په دوام، نورو ویناوالو هم د کتاب او مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او د عصري علومو د زده کړې ترڅنګ یې د دیني علومو پر زده کړې ټینګار وکړ.

هغوی په خپلو خبرو کې، علم او فرهنګ داسې وسیلې وبللې چې کولای شي افغانستان له دغه حالت څخه وباسي او ځان بسیاینې ته ورسوي.

د غونډې په پای کې، مسئولینو پر یو شمېر ممتازو زده کوونکو ډالۍ ووېشلې او ګډونوالو د کتاب له نندارتون څخه لیدنه وکړه. په دغه یو ورځني نندارتون کې لسګونه عنوان کتابونه چې په کې اسلامي، فرهنګي، ادبي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، طبي او د تاریخ کتابونه شامل دي، نندارې ته اېښودل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال په هېواد کې ۹۶ دولتي او د ۲۰۰ ناشرانو په ګډون شاوخوا ۵۰۰ خصوصي کتاب پلورونکي شتون لري.

تازه خبرونه

یکشنبه, فبروري 05 2023 8:54 PM
Background image

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له یوشمېر ځوانانو سره وکتل

 

نن یکشنبه ۱۴۴۴/۷/۱۴ هـ ق د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي حبيب‌الله "الهام" به خپل کاري دفتر کط د زرنج ښار له یوشمېر ځوانانو سره وکتل، چې پر مهال یې د یاد رياست د ځوانانو. . .

یکشنبه, فبروري 05 2023 8:46 PM
Background image

د هلمند مارجې ولسوالۍ کې د ځوانانو د همږغۍ غونډه ترسره شوه

 

تېره ورځ د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ د غونډو په تالار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیریت په نوښت د یادي ولسوالۍ د ځوانانو د همږغۍ غونډه ترسره شوه، چې پر مهال یې د یادي. . .

یکشنبه, فبروري 05 2023 5:59 PM
Background image

د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له فعالو رضا کارو ځوانانو سره وکتل


 تېره ورځ د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، ملا حمیدالله نثار په خپل کاري دفتر کې له فعال رضاکار ځوانانو سره وکتل.
ښاغلي ملا حمیدالله نثار، ځوانان د هرې ټولنې د ملا تير وبلل او د دغه. . .

BACK TO NEWS