موسی خېلو ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت مسؤلینو موسی خېلو ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې له یو شمېر فعاله ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: له دغه سفر او غونډې څخه موخه د لرې پرتو سیمو د فعاله ځوانانو هڅول او ملاتړ دی، د ولایت مقام په هدایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د رضاکارو او فعاله ځوانانو شورا جوړه شوه، تر څو په راتلونکي کې د ځوانانو ترمنځ همغږي رامنځته او د دوی فعالیتونه پیاوړي شي.
د غونډې په پای کې د یادې ولسوالۍ د ځوانانو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
۱۴۴۷/۷/۲۹ هـ ق
