مولوي عتيق الله عزیزي د هرات د پنځم منار پر بیا رغولو ټینګار وکړ

farzad_moicgovaf
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۱۴:۰
مولوي عتيق الله عزیزي د هرات د پنځم منار پر بیا رغولو ټینګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين مولوي عتيق الله عزيزي نن د آغا خان فرهنګي خدمتونو له رييس او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې د هرات ولايت د پنځم منار په باب د دغه پلاوي د څېړنو راپور واورېد .

د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې  کتنه کې چې د تاریخي اثارو د ساتنې، لرغونپوهنې او د ملي موزیم ريیسانو هم ګډون درلود، د آغاخان فرهنګي خدمتونو ريیس انجنیر اجمل میوندي او د هرات د پنځم منار اجراییوي ريیس ډاکټر بوستاني د تېر یو کال په موده کې د هرات د پنځم منار د څېړنو او انځورونو په اړه راپور وړاندې کړ.

دوی څرګنده کړه چې دغه منار جدي استحکام ته اړتيا لري او د پياوړتيا چارې يې په دوو پړاوونو کې تر سره کېږي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين د آغا خان د فرهنګي کمېټې خدمتونه وستایل او په هرات کې يې د پنځم منار د پياوړتيا په باب ټينګار وکړ.

دغه راز په دې کتنه کې پرېکړه وشوه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اغا خان د فرهنګي خدمتونو د بنسټ يو ګډ پلاوى به د هرات د پنځم منار د پياوړتيا د لومړي پړاو د کار د پيل په موخه په نږدې راتلوونکي کې  هرات ته سفر وکړي.

کابل/ د وري ٢٤ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۴:۳۹
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آثارو او د لرغونو ساحو د ساتنې په برخه کې د دولتي بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين وايي، چې د اسلامي امارت د رئيس الوزرا ملا محمد حسن آخند د وروستي حکم له مخې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، چې د تاريخي ميراثونو د ساتنې او بهر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۶:۳۷
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروز کوه موسسې فعالیتونه او هڅې وستایلې

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د فیروز کوه موسسې د فعالیتونو بېلابېلې برخې وکتې او د یادې موسسې هڅې یې اړینې او د پام وړ وبللې. هغه د یادې موسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۴:۳۹
Background image

مجاهد: د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو کورنیو سره د سیمې هېوادونو د بشري مرستو لېږدونې بهیر پیل شوی دی

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي، چې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د سیمې او نړۍ د. . .

BACK TO NEWS