مولوي عتیق الله عزیزي: د اطلاع رسونې په برخه کې د ویاندویانو رول مهم او ارزښتمن دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزيزي نن د دولتي ادارو د ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو په روزنیز ورکشاپ کې د وینا پر مهال د اطلاع رسونې په برخه کې د ویاندویانو رول مهم او ارزښتمن وباله.
دغه روزنیز ورکشاپ دوه ورځې وړاندې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ښه والي په موخه د بېلا بېلو حکومتي ادارو د ۴۴ ویاندویانو او مطبوعاتي مسولینو په ګډون پیل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، چې نن يې په دغه روزنیز ورکشاپ کې خبرې کولې وویل، چې د تېرو ۲۰ کلونو په موده کې د هر ډول امکاناتو په شتون بیا هم د اطلاع رسونې په برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی.
نوموړي د ورکشاپ ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې په دوامداره توګه دې د اړتیا وړ اطلاعات له ملت او رسنیو سره شریک کړي.
عزیزي زیاته کړه، چې د دولتي ادارو ویاندویان باید له رسنیو سره ښه تعامل او د اطلاع رسونې په برخه کې غوره همغږي ولري، تر څو د نظام کړنې په ښه ډول انعکاس او حقایق له ملت او نړۍ سره شریک شي.