ننګرهار کې (په اسلامي ټولنه کې د مسلمان شاعر او ترانه ویونکي مسؤليت) په نامه روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۱۹
...

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (په اسلامي ټولنه کې د مسلمان شاعر او ترانه ویونکي مسؤليت) په نامه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئيس مولوي امان الله مستغفر، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، د پوهنتون استادانو، شاعرانو، ترانه ویوونکو او لیکوالانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني وويل: شاعر باید د خپل دین، کلتور او اسلامي نظام ارزښتونو استازيتوب وکړي او په خپل شعر کې داسې الفاظ وکاروي، چې د خلکو او نظام د ویاړ سبب شي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان الله مستغفر ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل: د ویاړ ځای دی، چې د علم او ادب په ټاټوبي (ننګرهار) کې د شاعرانو او ترانه ویوونکو د مسؤلیتونو په اړه سېمینار جوړېږي، لیکوالان او شاعران باید د خپل دین اړتیاوې او ارزښتونه تل په پام کې ولري او خپل مسؤلیت وپېژني.
د ښاغلي مستغفر په وینا شعر او شاعري په اسلامي تاریخ کې لوړ مقام لري، د همدې اهمیت له مخې عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د مشاعرو تنظیم قانون صادر کړ او لیکوالان، شاعران او ترانه ویونکي د یاد فرمان په پلي کولو کې مکلف دي.
د سیمینار په لړ کې ویناوالو په اسلامي ټولنه کې د مسلمان شاعر او ترانه ویونکي مسؤليت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او دغه ډول پروګرامونه یې د شعر، شاعرۍ او پښتو ادب د پیاوړتیا لپاره ګټور وبلله.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري یو شمېر لیکوالانو او شاعرانو ته د ستاینلیکونو ورکولو ترڅنګ ټولو ګډونوالو ته د مشاعرو د تنظيم قانون په چاپي بڼه ووېشل شول.

۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS