په تخار کې د دولتي ادارو د مطبوعاتي مسؤلينو او رسنیو تر منځ د همږغۍ غونډه وشوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۹:۴۹
..

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دولتي ادارو د مطبوعاتي مسؤلينو، د خصوصي رسنیو او خبريالانو ترمنځ د همږغۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله انصاري وویل: رسنۍ د حکومتونو لپاره د سترګو او غوږونو په مثال دي، چې د دولت او ملت تر منځ د اړیکو رامنځته کولو وسيلې ګڼل کېږي، هغه له رسنیو وغوښتل، چې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او پرمختګونه په ښه ډول منعکس کړي.
ښاغلي انصاري د تېرو دریو کلونو په اوږدو کې د خبریالانو او مطبوعاتي مسؤلينو د هڅو او زیار ستاینه وکړه او هغوی یې د لا زیاتې اطلاع‌ رسونې او د رسنیزو چارو د همږغۍ لپاره وهڅول.
په دې غونډه کې د خصوصي رسنیو خبریالانو او مسؤلينو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

۱۴۰۳/۱۱/۷ ل
۱۴۴۶/۷/۲۵ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۴۳
Background image

راه‌اندازی پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله خان لوگری

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله لوگری درمورد ارزش و اهمیت مطالعه، فرهنگ اصیل آثار و میراث‌های فرهنگی برگزار کردند.
مسوولان ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۴۱
Background image

نیمروز کې د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره په خپل کاري دفتر کې د همغږۍ ناسته وکړه.
ښاغلي الهام دغې ناستې څخه موخه په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۵۸
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی ،مالي او اداري چارو معین ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د يوه پلاوي په ملتیا د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه د ادارو ترمنځ د همغږۍ، همکارۍ او د. . .

BACK TO NEWS