په سرپل کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه
تېره ورځ په سرپل ولایت کې د دغه ولایت والي محمد یعقوب عبدالرحمن په مشرۍ د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د ولايت مقام د دفتر رئيس، د ملي راډيو تلويزيون آمر، د خبریالانو دخوندي توب کمېټې مسؤل غلام سخي فروتن، د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل او ژورنالېستانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د افغان خبريالانو د کمېټې مسؤل غلام سخي فروتن د دې غونډې موخه د خبريالانو او دولت ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کول وبلل او په دې برخه کې يې د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې د شته ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
ورپسې د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن وویل، موږ او تاسو ټول د دې هېواد بچیان یو، راځئ لاسونه سره یو کړو او د دغه نظام د ودې او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړو.
د سرپل والي ژمنه وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې به د خبریالانو او رسنیو له مسؤلینو څخه ملاتړ کوي.
ورپسې د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي عمير سرپولي، خبريالانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د خبريالانو او رسنيو د کار کوونکو ستونزې به پر وخت حل شي.
هغه له رسنيو وغوښتل، چې د خلکو او ټولنې په ګټه رښتيني خبرونه خپاره کړي.
۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش