ډايکنډي کې له سيمه ئيزو رسنيو څخه څارنه وشوه

شنبه ( ۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) دايکنډي ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سید مصطفی صالح د اطلاعاتو آمر ضیا محمد هاشمي په ملتيا د دایکنډي په مرکز شهرنيلي کې له فعاله محلي رسنیو څخه څارنه وکړه.
ښاغلي صالح په خپلو خبروکې وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له رسنيو څخه د اصولو او شريعت له مخې ملاتړ کوي.
د اطلاعاتو آمر ضيا محمد ھاشمي وويل: په نږدې راتلونکي کې به اطلاعاتو ته د لاسرسي او ژورناليستيکي اصولو په اړه روزنيز پروګرامونه په لاره واچول شي.
د يادونې وړده، چې داطلاعاتو او فرهنګ رياست خبرنګارانو او سيمه ئيزو رسنيو د مسؤلينو لپاره د ژورناليزم او راپور ليکنې د اصولو په باب کې روزنيز پروګرام ترسره کړي دي.
۲۰۲۴/۵/۲۵ ميلادي
۱۴۰۳/۳/۵ ھ ش