د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته روزنیز او اصلاحي سیمینار جوړ شو

wasim_admin
Wed, Dec 10 2025 12:15 PM
...

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته روزنیز او اصلاحي سیمینار ترسره شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري خالد احمد فضلي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنک د امارتي ادارو د مطبوعاتي مسؤلینو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او ویې ویل: زموږ او ستا موخه د دایکندي ولایت د محلي ادارو لاسته راوړنو او کړنو په اړه خلکو ته معلومات ورکول دي.
ښاغلي فضلي زیاته کړه، چې هر مطبوعاتي مسؤل مکلف دی، چې د نظام د اصولو او پالیسي په رڼا کې د خپلې ادارې لاسته راوړنو او کړنو په اړه محلي رسنیو ته معلومات ورکړي. 
د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه یې د داسې سیمینارونو جوړولو په موخه مننه وکړه.

1447/6/19