د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د فکري روزنې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه

wali_admin
Mon, Mar 20 2023 3:04 PM
afg

 

نن دوشنبه د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لوري د فکري روزنې تر سرلیک لاندې سیالۍ په لاره اچول شوې وه، چې ور ته ۷۶ تنو نوم لیکنه کړې وه، نن یې ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې د پیل په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل، موږ مخکې د دې ازموینې د اخیستو لپاره د فکري روزنې په نوم کتابونه ورکړې وو، چې نن یې ازموینه واخیستل شوه.
نوموړي زیاته کړه د ازموینې پروسه شفافه وه، هرچا چې زیاته مطالعه کړې وي زیاتې نمرې به واخلي په همدې ترتیب د لومړي مقام لرونکي لپاره لپټاپ کمپیوټر، دوهم مقام ته موبایل او دریم مقام ګټوونکي ته لاسي ساعت ورکول کیږي، خو د یادو سیالیو هدف د جایزو ورکول نه، بلکې په اسلامي او دیني لحاظ د ځوانانو د فکرونو روزنه ده ترڅو د دین له احکامو او د شریعت له حقیقي اصولو خبر شي.
هلال مومند او عبدالواحد احمدزی، چې ددې سیالۍ ازموینه کې یې برخه اخیستې وه وویل، د فکري روزنې سیالۍ د لغمان ځوانانو لپاره ډیرې ګټورې دي، موږ د فکري روزنې کتاب په لوستلو سره ډیر هغه څه زده کړل چې د ځوانانو حقیقي اصلاح او روزنه کوي.

۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش