د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د جهاد دورې څخه پاتې یو شمېر اثار وسپارل شول

wasim_admin
Mon, Aug 10 2026 2:40 PM
...

د سرپل ولایت د ۲۰۹ الفتح قول اردو د درېیمې لوا د انجنیري د تحکماتو آمر او د ډلګي‌مشر قاري عبدالرحمن حبیب له لوري د جهاد د دورې اړوند یو شمېر پاتې اثار د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.

په دغو اثارو کې د مخابرې یوه پایه، درې لاسي بمونه، دوه قبضې بم‌افګن، درې پوځي پرتلې، یوه پیک‌ لرونکې خولۍ او دوه بیرغونه شامل دي، چې د جهاد پر مهال ترې استفاده کېده. دغه اثار د تاریخي اثارو د ساتنې، ثبت او خوندي کولو په موخه د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې آمریت ته وسپارل شول.

ورته مهال د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا عبدالغفار حق‌نما د قاري عبدالرحمن حبیب له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د دغه ډول اثارو راټولول او ساتل د جهاد د تاریخي میراثونو په ساتنه او ثبت کې مهم وبلله او په دې برخه کې یې د اړوندو کسانو د همکاریو هرکلی وکړ.

دغه راز د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې آمر ملا عبدالله مومن‌یار وایي؛ په دغه ولایت کې د جهاد د دورې د پاتې شویو اثارو د پېژندنې، راټولولو، ثبت او ساتنې بهیر دوام لري، ترڅو دغه اثار په منظم ډول خوندي او په اړوند موزیم کې وساتل شي. 

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

Mon, Sep 21 2026 4:04 PM
Background image

Cultural Gathering and Traditional Black Pine Nut Festival Held in Alasay District

On 8 Rabi’ al-Thani 1448 AH A cultural coordination meeting and a traditional festival known as Jalghoza-e-Siah (Black Pine Nut) were held in Alasay District of Kapisa Province,. . .

Mon, Sep 21 2026 3:37 PM
Background image

Book Review Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 8 Rabi’ al-Thani 1448 The Book Review Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting with the participation of the Commission’s members.
Durin. . .

Mon, Sep 21 2026 10:47 AM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Meets with President of the Afghanistan Academy of Sciences

8 Rabi al-Thani 1448 AH Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Arts and Culture of the Ministry of Information and Culture, met with Sheikh al-Hadith Mawlawi Fariduddin Mahmood. . .

BACK TO NEWS