د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ ګټونکو ته ډالۍ وویشل شوې
پنجشنبه (۱۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکټېد موسسې په همکارۍ د اخستل شوې سيرت النبي ﷺ د سيالۍ ګټونکو ته ډالۍ وويشل شوې.
د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي فیروزالدين منيب وويل: د خوشحالۍ ځای دی، چې ځوانان مو ځانونه د علم په ګاڼه سمبالوي او د رسول الله ﷺ د سيرت مبارک په واسطه په آینده کې له ځانونو پېژندل شوې څهرې او شخصيتونه جوړوي.
د اکټېډ موسسې د ځوانانو د تجارتي مهارتونو د پراختيا برخې استاد هجرت الله برمکي وويل: ددې سيالۍ څخه يې موخه د حضرت محمد ﷺ د روښانه سيرت سره د ځوانانو آشنا کول وو.
د يادونې وړ ده چې ددې سيالۍ لوړی مقام عبدالباسط، دوهم مقام نقیب الله، دريم مقام شراف الدين، څلورم مقام احمدالله او پنځم مقام عبدالفتاح ګټلی و، چې د اکټېډ موسسې د مسؤلینو په موجوديت کې د لومړي مقام ګټونکي ته يو سيټ مبايل، دوهم ته د کلمې مبارکي میناتوري تابلو، دريم ته يک ټوک قرانکريم، څلورم ته يوه جوړه کالي همدا ډول د پنځم مقام ګټونکي ته يو قاب ساعت د ډالۍ په ډول او تر څنګ يې ټولو ته ستاينليکونه وويشل شول.
۲۰۲۴/۴/۲۵ میلادي
۱۴۰۳/۲/۶ هـ ل