د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پلاوي کابل کې د کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۵۷
...

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه پلاوي کډوالو ته د عامه پوهاوي ورکولو په موخه په کابل کې د کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د کمپ له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ له یو شمېر کډوالو سره خبرې وکړې او د کره او پر وخت معلوماتو رسولو او اړینو معلوماتو ته د کډوالو د لاسرسي پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
همدارنګه، د کمپ د چاپېریال د ښه والي او د معلوماتو رسولو د بهیر د اسانتیا په موخه د کمپ یو شمېر لوحې ترمیم او بیاورغول شوې.
د لیدنې په لړ کې یاد پلاوي د اړوندو همکارو ادارو له استازو سره هم وکتل او د کاري بهیر، همغږۍ، د عامه پوهاوي د لا ښه والي او د کډوالو چارو ته د لا غوره رسېدنې پر لارو چارو یې بحث وکړ.

۱۴۴۸/۳/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۵۷
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پلاوي کابل کې د کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه لیدنه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه پلاوي کډوالو ته د عامه پوهاوي ورکولو په موخه په کابل کې د کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د کمپ له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه، چې په دې ناسته کې د افغان خبریالانو او رسنیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۱
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۱۰مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

BACK TO NEWS