د مطالعې فرهنګ د ودې او د ناوړه دودونو پر وړاندې د مبارزې په موخه له ځوانانو سره ناسته وشوه

wasim_admin
Thu, Nov 12 2026 12:25 PM
..

د بغلان ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې، د خنجان ولسوالۍ د یو شمېر ځوانانو سره، د فرهنګي موضوعاتو، د مطالعې فرهنګ د ودې او د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه بحث وشو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: په دې غونډه کې ګډونوالو ته د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د ۱۷مې ګڼې فرمان ځینې برخې تشریح شوې او د ټولنې په اصلاح او د مطالعې فرهنګ په پراختیا کې د ځوانانو پر رول خبرې وشوې.
نوموړي زیاته کړه، چې د خنجان ولسوالۍ ځوانانو د اسلامي ارزښتونو د ترویج، د ناوړه دودونو پر وړاندې د مبارزې او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو په برخه کې له دغه ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه هم وکړه.

۱۴۴۸/۶/۱ هـ.ق