د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس له جام منار څخه ليدنه وکړه

شنبه ( ۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم د يو شمېر نورو مسؤلينو ترڅنګ د شهرک ولسوالۍ له دوو کلیو (جام منار، بیدان ) څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په يادو دوو کلیو کې د سېلابونو له زیانمنو سره په لیدنه کې د خلکو د ژوند او د هغو سړکونو او منار جام وضعیت چې په وروستیو سېلابونو کې زیانمن شوي و، هم وڅارل.
ښاغلي زعيم د خپل سفر په ترڅ کې ۴۰ ډوله تاریخي اثار چې د سېلابونو له امله د منار جام د خلکو او امنیتي ځواکونو له خوا موندل شوي وو، د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست محلي موزیم ته وسپارل.
۲۰۲۴/۵/۲۵ ميلادي
۱۴۰۳/۳/۵ ھ ش