د آقچې ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانانو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان تشریح شو

wasim_admin
Sat, Nov 14 2026 11:59 AM
...

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د آقچې ولسوالۍ په اکتید ښوونیز مرکز کې سلګونو ځوانانو ته د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی، تشریح شو.
د عامه کتابتون عمومي مدیرد دغه فرمان د تشریح پر مهال وویل: په خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنېدو په مراسمو کې غیرضروري لګښتونه له هغو دودونو څخه دي، چې باید مخنیوی یې وشي. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د دغه فرمان محتوا د خپلو کورنیو له غړو سره هم شریکه کړي، ترڅو په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه او په ټولنه کې یې د عملي کېدو زمینه برابره شي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر د مشرتابه (حفظه‌ الله) د فرامینو په تطبیق کې د فردي مسؤولیت پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ وویل: د ټولنې هر وګړی باید د دغو لارښوونو په عملي کولو کې خپله ونډه واخلي، ترڅو ناسم دودونه له منځه ولاړ شي.
یو شمېر ګډونوالو د پوهاوي غونډو جوړول مهم یاد کړل او ویې ویل: د یاد فرمان له محتوا سره بلدتیا او د بې‌ځایه لګښتونو له پایلو څخه پوهاوی کولای شي، د ټولنیزو دودونو په اصلاح او پر کورنیو د اقتصادي فشارونو په کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

۱۴۴۸/۶/۳ ه‍ ق