د عاشورا پیغام؛ تل د ظلم سره مبارزه وکړو او هغه ته تسلیم نشو

گمنام (غیر مصدقہ)
Mon, Aug 08 2022 12:46 PM
د عاشورا پیغام؛ تل د ظلم سره مبارزه وکړو او هغه ته تسلیم نشو

نن د محرم لسمه د اسلام ستر پیغمبر د لمسي امام حسین د شهادت کالیزه ده، هغه مېړنی چې د بې عدالتۍ پر وړاندې ودرېد او بشریت ته یې د مېړانې او سرښندنې لوست ور زده کړ.
د محرم لسمه او یا د عاشورا ورځ د مسلمانانو په ژوند کې ځانګړی ارزښت لري په دې ورځ د اسلام ستر پیغمبر لمسی حضرت امام حسین د یزید د تحجر او ځان غوښتنې په وړاندې چې د اسلام ستر پیغمبر نبي اکرم (ص) څخه مسلمانانو ته په میراث پاتې و دفاع وکړي.
امام په هغه وخت کې د بدعت او د نا مناسب حالت د بدلون د مخنیوي غوښتنه کوله. هغه د اسلامي اصیلو ارزښتونو له لرې کېدو سره مخالف و او د مطلوب سیاسي نظام د ټینګښت چې په اسلام او د قران په اصیلو زده کړو کې طرحه شوی و غوښتنه کوله.
د محرم په لسمه امام حسین او د هغه وفادار یاران د یزید د ځواکونو په وړاندې په یوه نا برابره خو حق غوښتونکې جګړه کې شهیدان شول او تل پاتې کارنامه یې پرېښود چې کولای شو هغه د یزید د ځان غوښتنې او وړتیا غوښتنې په وړاندې د سرښندنې او میړانې درس وبلو. هغه عاشورا رامنځته کړه او هغه یې د عدالت غوښتونکو په غږ بدل کړ او همیشنی یادګار یې پرېښود.
امام له عاشورا څخه د مینې، مقاومت، خپلواکۍ، سرښندنې او د میړانې درس په توګه موږ ته تعریف کړ چې د ارادې هر خاوند انسان غواړي عاشورايي شي، حقبین او عدالت غوښتوونکی پاتې شي.
موږ ته د عاشورا پیغام دا دی چې په تل ظلم او ستم سره وجنګېږو او هغه ته تسلیم نشو، هغه پاڅون چې موږ ته وښودله عدالت غوښتونکي او حق غوښتونکي پاتې شو او سلطه ګرايي نفې کړو.
عاشورا څرګنده درسونه لري چې باید هغه زده او رعایت کړو، عاشورا باید په اصیلې فلسفې سره په ځان او ټولنې تطبیق کړو او له هر راز خرافاتو او افراطیت څخه ډډه وکړو.

کابل، د زمري ۱۷ مه، باختر