نیمروز کې د ژورنالیستانو فکري، عقیدوي او د مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو

wasim_admin
سبت, نوفمبر 14 2026 2:30 مساء
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په شتون کې د ژورنالیستانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب الله الهام د ژورنالیستانو د شرعي مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: هغه ژورنالیست چې پر اسلامي عقیده سمبال وي، حقایق په امانتدارۍ او رښتینولۍ رسنیز کوي، د خپل مسلکي مسؤلیت ترڅنګ شرعي مسؤلیت هم په غوره توګه ادا کوي.
همدارنګه د خپرونو چارو معین صاحب وویل: هغه ځوانان چې په ټولنیزو رسنیو کې فعاله دي، په ریښتیني توګه باید زیار وباسي او کار وکړي. لکه څنګه چې په نظامي جګړې کې د سنګر ساتنه فرض ده، همداسې د رسنیز ډګر ساتنه هم فرض ده، چې دې برخه کې باید ټول په پوره اخلاص کار وکړو.
د ښاغلي فراهي په وینا؛ رسنۍ باید د ټولنو واقعیتونه په متوازنه توګه انعکاس کړي او د خلکو په ذهنونو کې غیر واقعي هیلې رامنځته نه کړي، ځینې بهرنۍ رسنۍ په ظاهره د ښکلو پیغامونو تر شا داسې محتوا خپروي چې د ټولنې پر یووالي منفي اغېز کوي او د افغانانو ترمنځ تعصبونو ته لمن وهي.
دغه راز پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد وویل: د اسلام او هېواد دښمنانو نظامي جګړې کې ماته خوړلې او اوس یې فکري جګړې ته مخه کړې ده، دا چې د فکري جګړې مهم وسایل ټولنیزې رسنۍ دي، ژورنالیستان او ځوانان مو باید له دغو رسنیو څخه په اغیزمنه توګه استفاده وکړي. نوموړي همدارنګه د اسلامي، ملي او ټولنیزو ارزښتونو پر رعایت او د خبرونو تر خپرولو مخکې د خبر خپرولو د پایلو پر ارزونې ټینګار وکړ.
نورو ویناوالو هم د رسنیو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: اطلاعاتو ته پر وخت او په اسانۍ سره لاسرسی د حقایقو او کره معلوماتو د خپرېدو او د ناسمو تبلیغاتو د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري. ویناوالو د ژورنالیستانو او د رسنیو د مسؤلینو علمي ظرفیت لوړونې په موخه د دا ډول سیمینارونو د جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې یې هم د ورته سیمینارونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
۱۴۴۸/۶/۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

سبت, نوفمبر 14 2026 12:02 مساء
Background image

شُرِحَ مرسوم القيادة رقم (١٧) لمئات الشباب في مديرية آقچه

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية جوزجان، في المركز التعليمي «أكتيد» بمديرية آقچه، لقاءً توعوياً شُرِح خلاله لمئات الشباب مرسوم القيادة (حفظه الله ورعاه) رقم (١٧)، الصادر بهدف منع. . .

خميس, نوفمبر 12 2026 1:28 مساء
Background image

تسليم عشرات القطع الأثرية إلى المتحف الوطني الأفغاني

سُلّمت ٨٤ قطعة أثرية من المختبر المركزي التابع لرئاسة علم الآثار إلى المتحف الوطني الأفغاني، وذلك بعد استكمال عمليات تسجيلها وتنظيفها وصيانتها الوقائية.
وتتكون هذه القطع الأثرية من مواد. . .

خميس, نوفمبر 12 2026 1:25 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الاستشاري للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية

عُقد الاجتماع الاستشاري للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية، التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، في مقر رئاسة الشؤون الثقافية ببلدية كابل، برئاسة رئيس الشؤون الثقافية. . .

BACK TO NEWS