د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳
..

فراه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي، پر ټوليزو رسنيو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد او په لویدیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل شميل احمد مشعل په شتون کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته شوه.
د فراه د اطلاعاتو آمر د رسنیو د وضعیت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل: اوس مهال په دغه ولایت کې ۱۴ رسنۍ فعالیت کوي، د دغه ولایت رسنۍ په ټولیزه توګه په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۴ تر ۱۸ ساعتونو خپرونې خپروي.
ورته مهال د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل شمیل احمد مشعل وويل: په فراه کې اطلاعاتو ته لاسرسی د تير په پرتله ښه شوی او د دولتي ادارو ویاندویان له خبریالانو سره ښه همکارۍ لري. همدارنګه په ناسته کې خبریالانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
دغه راز پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد د رسنیو د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخيزو هڅو ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه، چې د رسنیو د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره ناستې ترسره شوي، ښاغلي رائد د خبریالانو وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ هم ورکړ.

۱۴۴۸/۵/۳۰ هـ.ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

برگزاری نشست با جوانان جهت ترویج فرهنگ مطالعه و مبارزه با رسوم ناپسند در بغلان

نشستی با حضور شماری از جوانان ولسوالی خنجان، به‌منظور بحث پیرامون موضوعات فرهنگی، ترویج فرهنگ مطالعه و جلوگیری از رسوم ناپسند، در ریاست اطلاعات و فرهنگ بغلان برگزار شد.
مولوی اسدالله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۱۹
Background image

برگزاری مشاعره ماهانه در ولسوالی سنگین

مدیریت اطلاعات و فرهنگ ولسوالی سنگین مربوط به ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند مشاعره ماهانه را در کتاب‌خانه عامه این ولسوالی راه‌اندازی کرد. در این مشاعره، مسوولان ادارات محلی، شاعران. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۱۴
Background image

راه‌اندازی سیمینار علمی به ده‌ها تن از محصلان پوهنتون‌ کابل 

ریاست کتاب‌خانه‌های عامۀ وزارت اطلاعات و فرهنگ سیمینار علمی را به ده‌ها تن از محصلان پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون‌ کابل درمورد راه‌ها و ارزش مطالعه، علماء و نویسندگان افغانستان و. . .

BACK TO NEWS