کندز کې د ښوونځیو زده‌کوونکو سره د مطالعې او کتاب‌ لوستنې فرهنګ د ودې په موخه فرهنګي غونډه وشوه

wasim_admin
Tue, Nov 10 2026 2:38 PM
..

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوه خصوصي ښوونځي په همکارۍ، د دغه ولایت په عامه کتابتون کې د ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د مطالعې د فرهنګ د ودې په موخه فرهنګي غونډه وشوه.
د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور د علم او پوهې پر ارزښت  خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې مطالعه خپل عادت وګرځوي، ترڅو یې علمي کچه لا لوړه شي. ښاغلي منصور زیاته کړه، چې ځوانان د ټولنې ملا تیر دي او باید ځانونه د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړي او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړي.
دغه راز، د فرهنګ او هنر آمر احمد جاوید رنجبَر د مطالعې کولو د لارو چارو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د دې پروګرام موخه مطالعې ته د زده ‌کوونکو هڅول او د مطالعې د فرهنګ پراختیا دي.
ښاغلي رنجبر زیاته کړه، چې د زده‌کوونکو ترمنځ د مطالعې د فرهنګ عامول کولای شي، په ټولنه کې د یوې باخبره، لوستې او نوښتګرې نسل د روزنې زمینه برابره کړي.
ورته مهال، د یاد خصوصي ښوونځي مسوولینو د دغه پروګرام د جوړولو له امله د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه مننه وکړه او د دا ډول غونډو پر دوام یې ټینګار وکړ. دوی د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د تاریخي او فرهنګي سیمو د لیدنې لپاره د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.
په دغې غونډه کې یو شمېر ګډونوالو وویل: د کتاب لوستل د معلوماتو د زیاتوالي ترڅنګ، د دوی د لیکلو، خبرو کولو او زده‌کړو د پرمختګ په برخه کې مهم رول لري. ګډونوال د فرهنګي پروګرامونو د دوام او د مطالعې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو غوښتونکي شول.

۱۴۴۸/۵/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Nov 10 2026 2:41 PM
Background image

Public Awareness Meeting on Decree No. 17 Held at Paytakht Terminal

The Kabul Provincial Department of Information and Culture held a public awareness meeting at Paytakht Terminal in the Sarai Shomali area of Kabul’s 11th district to raise awareness of. . .

Mon, Nov 09 2026 1:36 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 28 Jumada al-Awwal 1448 AH The regular meeting of the Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture was held , under the chairmanship of Mawlawi Abdul. . .

Mon, Nov 09 2026 10:15 AM
Background image

Deputy Minister for Publications Affairs Meets Local Media Representatives and Journalists in Badghis

Mawlawi Muhajir Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, met with representatives of local media outlets and journalists during his. . .

BACK TO NEWS