مجاهد: د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو کورنیو سره د سیمې هېوادونو د بشري مرستو لېږدونې بهیر پیل شوی دی

Anonymous (not verified)
Thu, Jun 23 2022 2:39 PM
مجاهد: د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو کورنیو سره د سیمې هېوادونو د بشري مرستو لېږدونې بهیر پیل شوی دی

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي، چې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو او د کورنیو او بهرنیو مرستندویو سازمانونو د بشردوستانه مرستو بهیر پیل شوی او تر اوسه د پاکستان بشري مرستې زلزله ځپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

د باختر آژآنس د خبر له مخې، ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې د پاکستان بشردوستانه مرستې چې په ۸ بار وړونکو موټرو کې ځای پر ځای شوي د پکتیکا زلزله ځپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې د ایران اسلامي جمهوریت مرستې چې په دوو آلوتکو کې بار شوې دي افغانستان ته رسېدلي او د قطر بشري مرستې د یوې آلوتکې په واسطه افغانستان را لېږدول شوې دي.

په همدې حال کې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې هم څرګنده کړې، چې د ورستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو او مصیبت ځپلو سره د خپلو بشري مرستو بهیر پیلوي.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله چې څه د پاسه زر تنه وژل شوي او څه د پاسه ۲ زره نور ټپیان شوي د نړۍ زیاترو هېوادونو د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ د پیغامونو په استولو سره د دغې طبیعې پېښې له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره خپل تیاری اعلام کړی دی.

د امریکا متحده ایالات، چین، آلمان او د سیمې او نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو ویلي، چې په افغانستان کې له زلزله ځپلو کورنیو سره خپلې مرستې ډېر ژر پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت پرون په یوې بېړنۍ غونډه کې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو، مصیبت ځپلو کورنیو او ټپیانو سره د مرستې لپاره سل میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

اسلامي امارت د ټولو هېوادونو او د ملي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو غوښتي، چې د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ور ودانګي، او د دغې طبیعي پېښې له مصیبت ځپلو سره مرسته وکړي.

کابل، د چنګاښ ۲ مه، با ختر

تازه ترین اخبار

Sat, Mar 23 2024 4:29 PM
Background image

An Educational Seminar for Journalists Started in Ghazni Province

Saturday (23 of March, 2024), a seven-day training seminar for journalists was started in Ghazni Province by a private media in the Al-Biruni Public Library of the Department of. . .

Sat, Mar 23 2024 10:35 AM
Background image

A Spring Poetry Festival (Mushaira) was held in Kunar Province by the Department of Information and Culture

On Friday (22 of March, 2024), the Department of Information and Culture held a Spring Poetry Festival (Mushaira) in Kunar province.
Kunar province’s poets, writers, culture lovers, the. . .

Wed, Mar 20 2024 1:27 PM
Background image

The Director of Information and Culture of Herat Province met with the Officials of Jami University

On Tuesday (19th of March, 2024), Director of Information and Culture of Herat province Maulvi Ahmadullah Muttaqi said during a meeting with the officials of Jami University: "Education. . .

BACK TO NEWS